امنیت

کوربه د ميلمنو له خوا شهيدان شول

کابلباختر دجوزا٧
دقندهار ولايت د ارغستان ولسوالۍ د يوې امنيتي پوستې اووه تنه پوليسان دخپلو دوو تنو ميلمنو له خوا شهيدان شول.
د ارغستان ولسوال حاجي عبدالغني مسلميار باخترآژانس ته وويل: دغه پيښه تيره شپه د ارغستان ولسوالۍ د توري کاريز په امنيتي پوسته کې هغه وخت وشوه چې دپو ستې قوماندان دوه تنه ميلمانه له ځان سره را وستل چې دشپې له خوا د ميلمنو او پوليسو ترمنځ شخړه وشوه او ميلمنو د پوليسو له وسلې څخه په استفادې سره ډزې وکړې چې له امله يې اووه تنه پوليسان شهيدان شول او يو تن بل ټپي شو.
دقندهار  د والي ويندوى جاويدفيصل دغه پيښه تا ئيدکړه خو د سر د زيان په باب يې معلومات ور نه کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته