کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ١٥ :
دسنا مجلس د رييس فضل الهادي مسلميار په مشرۍ دمشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې دبډې اخيستنې او اداري فساد پرخلاف دمبارزې د ادارې دلغوه کولو په باب د ولسې جرګې طرحه د رايو په اکثريت رده شوه.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآ ژانس ته خبرورکړ : دغه طرحه چې دولسي جرګې له خوا تصويب او مشرانو جرګې ته سپارل شوې وه ، دسنامجلس دتقنين، عدلي او قضايي چارو په کميسيون او په نورو کميسيونونو کې وڅيړل شوه او نن دسناتور مولوي غلام محى الدين منصف او د سناتورحاجي عبدالله له خوا غونډې ته وړاندې شوه او دځينو غړو دنظريوله څرګنديدو وروسته داساسي قانون د ٧٥ ، ١٤٢، ١٥٤ او د ٥٠ مې مادې، د جزائي اجرااتو د قانون د څلورمې مادې او د اداري فساد پرخلاف دمبارزې د نړيوال ميثاق د شپږمې مادې له مفادوسره سم چې افغانستان ورسره ملحق دى؛ د رايو په اکثريت رد شوه.
دغه راز د ټولنيزو ملاتړ دقانون طرحه په دريو فصلونو او په ٢٢ مادو کې چې په دې وروستيو وختوکې د ولسي جرګې له خوا تصويب شوې ده ، غونډې ته معرفي او دتدقيق او مطالعې په مقصد اختصاصي کميسيون ته وړاندې شوه .
دغه راز دغونډې په آزاده برخه کې ځينو سناتورانو دجمهوررييس دمرستيالانو په مشرۍ دانتخاباتي شخړو د حل کولو په لاره کې دجمهوري رياست دنوماندانو د دواړو انتخاباتي ډلو د تخنيکي ټيم د تيارى هرکلى وکړ او څرګنده يې کړه چې تقلبي رايې دې بايد له شميرنې څخه حذف شي او هم ځينو د انتخاباتو دنتيجو د اعلام د ځنډولو او ځينوهم د اعلام غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې يوشمېر نورو سناتورانو د ارغندې چوک په ساحه کې دتيلو د ټانکرونو سوځيدل چې له دوومياشتو را په دې خوا د امنيتي ځواکونو په مرسته د قندهار ولايت په لورچې ليږدونې ته سترګې په لاره وو ، د حکومت مسووليتونه وبلل او دا کاريې ملي اقتصاد ته زيات جدي تاوان وباله او ټينګار يې وکړچې دکورنيو چارو وزارت دې ددغې پيښې عاملين او دکابل په هوايي ډګر د راکټي بريدونو عاملين کشف او ونيسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري .
دغه راز يوشمېر سناتورانو د هلمند په جګړه کې جنګي وسايلو او لوژستيکي اکمالاتو ته دامنيتي ځواکونو داړتيا يادونه وکړه اوپه دې برخه کې يې دحکومت دجدي پاملرنې غوښتنه وکړه .
دغه راز په غونډه کې دلوګرولايت د ازرې ولسوالۍ په ګډون د هېواد په ځينو ولايتونوکې دترورسيتانو دنويو تحرکاتو په باب خبرې وکړې او ټينګار وشوچې د دښمن هر راز توطيو ته دې جدي ځوابونه ورکړاى شي .
په غونډه کې ځينو سناتورانوله دوو کلونو را په دې خوا دپکتيا ولايت د زرملې ولسوالۍ د سړک د نه جوړولو په ګډون دخپلو سيمه ييزو ستونزو د وړاندې کولو په ترڅ کې له دويمې درجې څخه لومړۍ درجې ته دپکتيا ولايت لوړولوته دحکومتي مقاماتو د نه پاملرنې او د پوهنې چارو ته د پاملرنې، د کليو ، پراختيا او د ځينو نورو مواردو يادونه وکړه او دخلکو دستونزو دحل کولوغوښتنه يې وکړه او هم اړوندې ادارې ته انتخاباتو دخپلواک کميسيون دپخواني رييس له خوا د دوو ليږدونکو وسايطو دنه تحويلولو په باب دسر نوشت ورځپاڼې له خولې نه تائيد شوى رپوټ ، په سمه توګه دمعلولينو په برخه کې دقوانينو نه تطبيق ، په واټونو کې دسوالګرو زياتوالى او له ماشومانوڅخه ناوړه استفاده، د پکتيا ولايت دپوليسو د يومنسوب امين الله دشهادت دستاينې وړانديزچې د پاکستاني يرغلګرو پرخلاف مقاومت کې شهيد شوى دى او ځينې نور مطالب وړاندې شول.
دغونډې رييس ددغو خبرو په جمع بندۍ سره څرګنده کړه چې په دغو مواردوکې دې د اړوندوکميسيونونو او مراجعو له لارې پاملرنه وشي.
1 2 دقیقې لوستل