امنیت

پنځلس تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل شول

کابل باختر د وري يوولسمه :
د هېواد په بېلابېلو سيموکې د امنيتي ځواکونو د ګډو چاڼيزوعملياتو په بهيرکې ١٥ تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ملي اردو ځواکونو د ډار اچوونکو د ځپلو په مقصد د هلمند ولايت د سنګين او د غزني ولايت د ګيرو ولسواليو په مربوطاتوکې يو لړ ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې ١٥تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل شول او ١٦ تنه نور تروريستان  ټپيان شول .
په دغو عملياتوکې دغه راز د دښمن يوه اندازه وسله، د درندو وسلو مهمات، وسايل او نور پوځي تجهيزات، درې موټرونه او دوه موټرسايکلونه هم په عملياتو کې د شاملو ځواکونو لاس ته ورغلي او د دښمن څو پټنځايونه له منځه تللي دي.
ديوبل خبر له مخې:
د ملي اردو اووه تنه عسکر د امنيتي دندو د ترسره کولو په بهيرکې د هېواد په بېلابېلو ساحوکې په واټ کې د ښخ کړى شوي ماينونو د چاودنو او د دښمن د درندو وسلو د ډزو له امله شهيدان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته