اقتصاد

دڅه دپاسه يو ويشتو مليونو افغانيو په ارزښت يو تړون لاسليک شو

.٥٣-کابل باختر دليندي دري ويشتمه

  دڅه دپاسه يو ويشتو مليونو افغانيو په ارزښت  دوه تړونونه دشهيدانو معلولينو کار او ټولنيزو چارو په وزارت کې  لاسليک شول .  دباختر اطلاعاتي اژانس ته د شهيدانو معلولينو کار او ټولنيزو چارو وزارت دخپرونو رياست دمعلوماتو له مخې  ددغو تړونونو په لاسليک کولو سره څه دپاسه دريو مليونو افغانيو په ارزښت ددنيا دټولنيزو خدمتونو او حرفوي زده کړو  موسسې له خوا دکابل  قلعه زمانخان او ده خداداد کې دفني او حرفوي زده کړو زمينه برابريږي .

 ددغې پروژې په تطبيقولو سره څه ناڅه يو سلو شل تنه وزګارې  ښځې او نارينه او مصيبت ځپلي کسان  دګلدوزي ، خياطي  څرمني ګڼدلو او  سينګار  په برخو کې فني او حرفوي زده کړې  وکړي .

؛ دغه راز د څه  دپاسه اتلسو مليونو افغانيو په لګښت به دمعلولينو او شهيدانودکورنيو دسروي دپروژې په تطبيقولو سره  په باميانو ننګرهار او لوګر ولايتونوکې په لسګونو زره تنه معلول او دشيهدانو دکورنيو افراد د پيوستون  دپرمختيايي مشورتي موسسې له خوا وپيژندل شي .

 دشهيدانو ملعولينو کار  او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست  صميم الله سلطاني ددغه تړون له لاسليک کولو وروسته وويل ، ددغو پروژو په تطبيقولو سره معلولو ته دکار  زمينې برابريږي .

 دغه تړونونه ددغه وزارت دسرپرست  له خوا ددوو خصوصي موسسو له رييسانو سره لاسليک شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته