فرهنګ

تبصـــــره :

کابل  باخترد وري دمياشتې  ١ :
د نوى هجري لمريزکال په نوروز سره پيليږي او موږ به په کومو ژمنوسره ددغه کال  هرکلى ته لاړشو.
يوکال تېر شو، دغه کال د سولې لپاره د هلو ځلوکال د سياسي، ټولنيزو او اقتصادي برياليتوبونولوړو، پوړيو ته د ختلو کال اوله تاوتريخوالي ډک کال و، خو نوى کال خپل پيل له پسرلي سره يوځاى کړى دى او را روان دى، هرو مرو به دافغانستان  دملت لپاره د اساسي اوبنسټيزو بدلونونو په کارکې په نوى تفکرسره هرکلى ته لاړشو.
دباخترآژانس سياسي مبصر ليکي: د نوروز فلسفه، غوړيدل، نوى والى، خوځښت، کار اوهلې ځلې دي. که چېرې په هلوځلو، ژمنتوب اوپه نه ستړى کيدونکي توګه خپل ټوک ټوک هيواد اوځوريدلو خلکو ته کار پيل کړو، لکه څنګه چې د جمهوري رياست دويم مرستيال په خپل نوروزي پيغام کې طرحه کړې ده.  سږکال بايد د هميشني سولې د تامينولو، اقتصادي ودې، ډله ييزې سوکالي او د ناروا توپيرونو د زنګونو د له منځه وړلو لپاره نه ستړي کيدونکي  هلې ځلې وکړو .
په هرصورت، يوکال تيرشو اوبل کال پيل شو. سياستوالو ، مشرانو ، مخالفينو او اپوزيسيون ته په کار دى چې په تيرو وختونوکتنه وکړو او په تجربې او نوى ژمنې  سره د نوى کال هرکلى وکړو؛ مخالفين دې محاسبه کړي چې په چاودنې او ځانمرګي بريد سره يې څه ترلاسه کړي دي
په وژنې  سره يې د خپلو هيوادوالو په کورونوکې د غم اوماتم ټغر ونه وغوړول، څوک يې له غم او خپګان  سره مخامخ کړ اوڅه يې ترلاسه کړل؟؟
ټولو ته ځواب هيڅ  دى. مشهور متل دى چې دهيڅ په باب بايد فکر ونه کړو او  د سرتمبګي پرځاى بايد سياسي پوهې او تعقل سره د هيواد او د سيمې روانو مسئلو ته وګورو.
په همدې دليل، دافغانستان مشرتابه سوله اعلام وکړ چې نور هيڅ افغان دجګړې  د اور د بلول لرګۍ نشي اوسرکښي او دښمن څخه په دې سوځيدلى هيواد کې سوله تامين شي .
دکارپوهانو په باور، جګړې او نفاق د نورو دلاسوهنې زمنيه برابره کړې ده اوپه افغانستان کې يې دجګړې اړخونه پيچلي کړي دي. دغه موضوغ  له هر افغان څخه  چې ځان  د دې هيواد مالک او وارث بولي؛ غواړي چې سرګريوان  ته کړي او دغه تراژيدي پاى ته ورسوي.
په هر صورت، تيرکال دافغانستان خلکو ته له برياليتوبونو څخه ډک کال و. ټيک  په همدې کال کې و چې دهيواد امنيتي ځواکونو په سلوکې دنږدې اويا هيواد د امنيت دتا مينولو مسووليت په  غاړه واخيست. ټيک په همدې کال کې و چې افغانستان د نړۍ له يوشمېر سترو هيوادونوسره ستراتيژيکي تړونونه، سياسي موافقه ليکونه اوقراردادونه  لاسليک کړل. په لسګونو تنه مخالفين د سولې له بهيرسره يوځاى شول  اپه لسګونو بنديان آزاد کړاى شول او د جيلونو د مسوولينو د سپارلو په باب خبرې دوام لري .
تيک په همدې کال کې و چې نړيوالې ټولنې دافغانستان لپاره دبدلون په لسيزه کې  خپلې ژمنې مشخصې کړې .
په همدې ډول په لسګونو سياسي، پوځي، ټولنيز او اقتصادي برياليتوبونه   دافغانستان دخلکو په برخه شوي دي.
د برياليتوبونه يادونه کولاى شي د راتلوونکي لپاره زموږ مسووليت مشخص کړي. نوى کال پيل شو او دغه کال له ټولو څخه غواړي چې په مشخصو ژمنو سره يې هرکلى وکړي او ژمنه وکړي چې دفساد، نشه يي توکو اوله قانون څخه د سرغړونې په ګډون، د منفي پديدو پرضد مبارزه او د قانون د واکمنۍ دټينګښت په لاره کې هڅه او هاند وکړي او په دې ترتيب به زياتره ناخوالي پاى ته ورسوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته