قاهره-باختر دزمري دمياشتې ٢٩
په مصر کې داخوان المسلمين د ډلې مشر محمد بديع نيول شوى دى .
د رابعه ادويه ډګر په تيرو اوونيو کې دمصر دګوښه کړى شوي جمهور رييس محمد مرسي دملاتړو اصلي ټولنځاى و.
د محمد بديع دنيول کيدو حکم دتيرې اوونۍ د جمعې په ورځ او هغه وخت صادر شو چې ده دمحمد مرسي د ملاتړو په غونډه کې په ګډون سره هغوى د محمد مرسي د آزادۍ او د مصر د جمهوري رياست مقام ته د هغه دستيندو تروخته پورې دمظاهرو او مقاومت دوام ته وبلل .
په ده د دغې وينا په دليل او د اړو دوړ او تاوتريخوالي د لمسونې په دليل تور ولګلول شو او ترڅارنې لاندې ونيول شو.
دهمدې مودې په بهير کې د اخوان المسلمين ګوند يو زيات شمير جګپوړې غړي ونيول شول خو محمد بديع هماغه شان پټ و.
د محمد بديع نيول کيدل کيداى شي په مصر کې د اخوان المسلمين داعتراضونو د زياتوالي او د زياتو نښتو سبب شي.
0 1 دقیقه لوستل