چاريکار باختر د وږي د مياشتې ٩ :
په لسګونو کيلوګرامه چاوديدونکي توکي پرون په پروان ولايت کې کشف او شنډکړاى شول.
دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سليم نوري دباخترآژانس
خبريال ته وويل : دپروان ولايت پوليسو پنځوس کيلوګرامه چاوديدونکي توکي کشف اوشنډ کړل .
نوري وويل ؛ دغه چاوديدونکي توکي ددولت د وسله والو مخالفينو له خوا تر يوه پله لاندې ځاى پرځاى کړاى شوي و چې دبګرام ولسوالۍ پوليسو هغه کشف په سيمه کې يې وچوول .
ويل کيږي چې دغه توکي په يوه بيلر کې ځاى پرځاى کړاى شوي و چې دريموټ کنترول په واسطه کنتروليدل.
د نوري دڅرګندونوله مخې ؛ دغه چاوديدونکي توکي دبګرام ولسوالۍ د قلعه نصرو د کلي په سړک کې دتروريستي عمل دترسره کولو په موخه ځاى پرځاى کړاى شوي و.
ديوبل خبرله مخې : يو ريموټ کنترول ماين چې ددولت دوسله والو مخالفينو له خوا د پروان ولايت دغوربند درې دسياه ګردولسوالۍ دسرخي کلي په لاره کې ځاى پرځاى کړاى شوى و دسياه ګرد ولسوالۍ دپوليسو له خوا کشف او په سيمه کې وچوول شو.