امنیت

په ننګرهارکې د ځمکنيو او هوايي بريدونو له امله د شلو تنو داعشيانو او طالبانو وژل کيدل

جلال آباد باختر دمرغومي دمياشتې ٦ نيټه :
په ننګرهار ولايت کې د يولړ هوايي او ځمکنيو بريدونو په بهيرکې د وسله والو طالبانو او د داعش د ډلې شل  تنه غړي ووژل شول.
په دغو جنايتکارانو په تيرو ٢٤ ساعتوکې د ننګرهار ولايت د خوږياڼيو، هسکې مينې  او د اچين په ولسوالۍ کې بريدونه شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې شل تنه داعشيان او وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د يوبل خبرله مخې:
امنيتي مامورانو نن سهار د ننګرهار ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې درې ماينونه  کشف او شنډکړل.
په خبرکې ويل شوي دي چې پوځيان د ننګرهار ولايت دلعل پورې او کوټ په ولسواليوکې د ډار اچوونکو د جنګي وسايلو د دوو ډيپوګانو په کشفولوبريالي شوي او په هغوکې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي.
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته