امنیت

د خپلواکۍ سلمه کاليزه په دايکنډي کې ونمانځل شوه

کابل/باختر/ د زمري ٢٩مه
په دايکنډي کې د هېودا د خپلواکۍ ۱۰۰مه کاليزه پرون په پرتمين توګه ونمانځل شوه.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه او پکې ملکي او پوځي مسوولينو، د نيلي ښار سلګونو اوسيدونکو، استادانو، د مدني ټولنې فعالانو او خبريالانو برخه اخيستې وه، وينا والو د شاه امان الله خان غازي اتلولۍ او کارنامې په نيکي يادې کړې.
دغه راز ويناوالو په هېوادکې د خپلواکۍ يادونه، د خلکو او هېواد د دښمنانو په وړاندې د دغه هېواد د اتلانو مېړانه او سرښندنه وبلله چې د هېواد د خپلواکۍ په لاره کې يې خپل ځانونه قربان کړل او تر اوسه د پرديو يرغلګرو او تروريستي ډلو په وړاندې مبارزه کوي.
د دايکنډي والي سيد انور رحمتي وويل: موږ باید د عدالت د تحقق لپاره هڅه وکړو او له ځوانانو څخه يې وغوښتل چې د خپلوخلکو سياسي تاريخ ولولي او د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره د خپلو نېکونو پر اتلوليو پوه شي.
د غونډې په پاى کې د دايکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ رياست برابر شوي سوغاتونه لسو غوره ځوانانو ته ورکړل شول.
ختم- شکريه- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته