سیاست

د بريتانیې سفارت په ننګرهار کې د فساد پر وړاندې د پیل شوې مبارزې ملاتړ کړی

جلال اباد باختر  د تلې ۴ مه
په افغانستان کې د بريتانیې هېواد مرستیال سفیر جایلزلیور پرون د ننګرهار له والي حیات الله حیات سره په  دغه ولایت کې د کتنې پر مهال د ده  له لورې د فساد پر ضد د پیل شوې مبارزې څخه ملاتړ وکړ.
د باختر اژانس د سیمه ېیز خبریال د خبر له مخې،
په دې کتنه کې  د ننګرهار والي حیات الله حیات په دغه ولایت کې په امنیتي، ټولنیز،علمي،پرمختیایي، اقتصادي، د راتلوونکو ټولټاکنو،سولې ، د فساد او غصب پر ضد د پیل شوې مبارزې او د عوایدو د لوړیدو ترڅنګ د یو شمیر نورو مهمو موضوعاتو په اړه معلومات او نظریات شریک کړل.
حیات زیاته کړه، په بټي کوټ ولسوالۍ کې د کانال اړوند ۵ زره هکتاره ځمکه چې شاوخوا ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر عواید ترې د مخالفانو او شخصي جیبونو ته تلل،د کلونو ځنډ وروسته بېرته د کانال ادارې ته سپارل شوې.
حیات وویل،په داسې حال کې چې د پاکستان سره سوداګریزې چارې کمې شوي،خو بیا هم د ګمرک عواید پنځه ویشت سلنه لوړ شوي.
هغه وویل،د مستوفیت،ښاروالۍ او نورو عایداتي ادارو په عوایدو کې د پام وړ بدلون رامنځته شوی او لامل یې هم شخصي جیبونو ته د عوایدو د تګ په ګوته کړ .
د بريتانیې سفیر هم په بېلابېلو برخو کې د ننګرهار والي د ترسره شویو اقداماتو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه،چې د فساد پر ضد د پیل شوې مبارزې څخه په جدي ډول ملاتړ او هر ډول همکارۍ ته ژمن دی .
هغه په عدلي او قضایي ارګانونو کې د نیول شویو تروریستانو د قضیو په تعقیب کې او ګڼ شمیر نورو برخو کې ننګرهار والي  ته د همکارۍ ډاډ ورکړ .
په دغه کتنه کې دواړو لورو په  ګڼ شمېر نورو مهمو موضوګانو هم خبرې اترې  وکړې.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته