نړۍ

په جاپان کې دسختې زلزلې له امله ١٩ تنه ووژل شول

توکيو بي بي سي باختر دوري دمياشتې ٢٨ :
دريکتر په مقياس  د٣ر٧  درجو په سختوالي   يوې زلزلې تيره شپه دجاپان   جنوب لويديځې سيمې ولړځولې چې له امله يې څه ناڅه  ١٩ تنه ووژل شول .
يوه ورځ مخکې هم  په همدې سيمه کې  دزلزلې سپک ټکانونه احساس شول چې له امله يې څه ناڅه  ٩ تنه ووژل شول.
ددغې زلزلې  مرکز دځمکې دکچې په لس کيلومترۍ ژورتيا کې اټکل شوى دى.
دجاپان ملي ر اډيو ټلويزيون  ( ان  اچ  کي )  خبر ورکړى دى چې  په دې زلزله کې  يو ديوال  نړيدلى دى  او له دغې زلزلې وروسته  سيمه ييزو مقاماتو يو کلى تش کړى دى.
سيمه ييزو مامورينو ددغې زلزلې له  امله داور لګيدنې، دبريښنا دنشتوالي ، دپلونو  دنړيدو  او په ځمکه کې  ديوې سترې کندې درامنځته کيدو په ګډون دزياتو تاوانونو داوښتو خبر ورکړ.
دغې زلزلې په سيمه ييز وخت نن سهار وختي په يوه بجه اوپنځه ويشتو دقيقو د کوماموتو سيمه ولړځوله  او له هغې وروسته څو نور ټکانونه هم احساس شول.
دجاپان دځمکې پيژندنې ادارې له ډيل پرته  په کوماموتو کې  دزلزلې دسيمې  دلويديځ ساحل په اوږدو کې ديو متر په لوړ والي دسونامي درامنځته کيدو داحتمال په باره کې خبر دارى ورکړ .
دغه  سازمان له يوساعت څخه  په لنډ وخت کې وويل  چې دغه خطر له منځه تللى دى.
د جاپان مقاماتو ويلي دي  چې  له زلزلې وروسته  په  دې سيمه کې د سندايي   په اټومي بټۍ کې غير عادي  حالت نه دى ليدل شوى.
هغه زلزله چې  له  دويمې زلزلې څخه کابو ٢٤ ساعته مخکې رامنځته شوه  په نسبې ډول کمزورې وه او سختوالى يې دريکتر په مقياس ٥ر٦ درجې بلل شوى دى .
لومړۍ زلزله دکابو نهو تنو د وژل کيدو او د څه دپاسه زرو تنو نورو دټپي کيدو سبب شوه   او وروسته هم   دزلزلې څه ناڅه  سل ټکانونه احساس شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته