امنیت

د ملي امنيت سلاکار: امنيتي ځواکونه اوس هم نړيوالو مرستو ته اړتيا لري

کابل –باختر د تلې دمياشتې ٢٩
د ملي امنيت سلاکار په کابل کې د ناټو له ملکي استازي سره په کتنه کې د امنيتي حالت، د ناټو د ځواکونو د شتون او په افغانستان کې د هغو د رول د څرنګوالى په باب خبرې وکړې.
د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د شتون د دوام په باب د دغه هيواد د جمهور رييس بارک اوباما د پريکړې هرکلى وکړ او د ناټو ورته تصميم يې هم پرتله کړ.
اتمر څرګنده کړه: د افغانستان وسله وال ځواکونه اوس هم په ځينو برخوکې مرستې او همکارۍ ته اړتيا لري او ټولو سياسي مشرانو او روښان آندو د هيواد او امنيتي ځواکونو ملاتړ کوي او دغه ملاتړ د امنيتي ځواکونو د مورال د پياوړتيا لپاره ارزښت لري.
د ناټو ملکي استازي اسماعيل ارامز يادونه وکړه چې ناټو دغه راز له افغانستان سره مرستې او همکارۍ ته ژمنه ده او د افغانستان د امنيتي ځواکونو د ظرفيت جوړولو او سمبالولو په مقصد خپل ماموريت ته دوام ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته