ټولنه

درې زره څاروي تلف شوي دي

کابل باختردکب دمياشتې ٢٤ :

دتخارولايت  سيمه ييز مسوولين وايي چې په تيرو دريو ورځو کې په دغه ولايت کې دهوا دسړښت له امله څه ناڅه درې زره څاروي له منځه تللي دي.

دتخاردوالي مرستيال احمدفريد ذکي په هغې غونډۀ کې چې دولايت په مقر کې جوړه شوې وه څرگنده کړه دغه څاروي ددرقد، خواجه بهاوالدين ، بهارک ، رستاق  اوچاه آب په ولسواليو کې له منځه تللي دي .

ذکي زياته کړه چې دوى دبهارک اوکلفګان په ولسواليو کې دڅارويو دزياتو تلفاتو دمخنيوي په خاطر ددغي ولسوالي له مالدارانوسره  داوو ټنو حيواني وښو مرسته کړې ده .

ده په دې غونډه  کې دکرنې او اوبولګولو  له وزارت څخه وغوښتل چې ډيرژر  ددغه ولايت له بزګرانو   مالدارانو سره بيړنۍ مرستي وکړي .

دتخار دکرنې رييس محمدسالم وويل چې دکال په دغه موسم کې دڅارويو دله منځه تللو علت داو چې مالداران  دهوا په توديدوسره خپل څاروي په ازاده فضا کې ساتي 

خبرځاى دڅرگندونوله مخې  چې اوس هم په دغه ولايت کې دڅارويو دتلفاتو دزياتوالې احتمال شته  خو دوي هلې ځلې کوي چې ددي کارمخه ونيسي.

داپه داسې حال کې ده چې تيره اووني څه ناڅه ٧٦٥ ټنه واښه او حيواني خواړه دتخارولايت په مالدارانو ويشل شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته