سيول باختر د چنګاښ دويمه :
د جنوبي کوريا او امريکا هليکوپټرونو د شمالي کوريا له احتمالي بريدونو سره د مقابلې لپاره د چمتو والي په مقصد نن خپل آزمايښت ترسره کړ .
د ايرنا دخبر له مخې:
د جنوبي کوريا د ټلويزيون انځورونه په ډاګه کوي چې دواړو هېوادونو په دغه آزمايښت کې له يرغليزو هليکوپټرونو څخه چې لوړه پوځي توانايي لري؛ کار اخستى دى .
جنوبي کوريا او امريکا اعلام کړى دى چې د هليکوپټرونو له ننني آزمايښت څخه د هغوى ډير اصلي مقصد د شمالي کوريا له احتمالي بريدونو سره د مقابلې لپاره چمتو والي دى .
جنوبي کوريا په دې وروستيو وختوکې له امريکا څخه پرمختللي اپاچي ډوله هليکوپټرونه ترلاسه کړي او د هوايي ځواکونو په واک کې يې ورکړي دي .
امريکا په څو تيرو لسيزوکې په پرمختللو پوځي وسايلو سمبال٢٨ زره ٥٠٠ پوځي ځواکونه د کوريا په ټاپو وزمه کې ځاى پرځاى کړي دي.
0 1 دقیقه لوستل