امنیت

لس تنه وسله وال طالبان په شپنيو عملياتو کې ووژل شول.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١
لس تنه وسله وال طالبان په بغلان ولايت کې دشپنيو عملياتو په بهير کې ووژل شول.
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ له تروريزم سره دمبارزې مدير سرڅارمن جان آغا دباختر آژانس خبريال ته وويل : دهغو عملياتو په بهير کې چې تيره شپه دافغان ګډو امنيتي ځواکونو له خوا په پلخمرى ښار پورې اړوند د ډنډ غورى د جوى نواحمدزو په سيمه کې ترسره شول لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نور ونيول شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل: دوسله والو طالبانو څو تنه مشهور قوماندانان په وژل شويو کسانو کې شامل دي او دهغوى وسلې او مهمات هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
ويل کيږي په دغو عملياتو کې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته