امنیت

په غزني کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

 کابل / د وږي ۱۲ مه / باختر
په غزني کې د وسله والو طالبانو بريد د شپړو جګړه مارانو په وژل کېدو سره شنډ کړاى شو.
د٢٠٣ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست ايمل مومند باختر آژانس ته وويل:  د غزني د مرکز په  آرزو سيمه کې پر امنيتي او دفاعي منسوبینو د يوشمېر وسله والو طالبانو بريد شنډ کړاى شو.
مومند زياته کړه: په بريد کې د وسله والو طالبانو د يو قوماندان ملا سبحان ٦ غړي ووژل شول او دوه نور يې ټپيان شول.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته