سیاست

دمبارکي پيغام .

کابل باختر د تلي يوولسمه :
دنيکمرغه  لوى اختر له امله دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دلومړي مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم دمبارکي پيغام.
ګرانو هيوادوالو ، مسلمانو خويندو  او ورونو !
په دې وسيله دنيکمرغه لوى اختر په مناسبت د ډيرو ښو او صميمانه مبارکيو مراتب دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي ، ددولت دمشرتابه غړو ، ددولت درې ګونو ارکانونو رييسانو او غړو ، دبدلون او دوام دټيم ،  داصلاحاتو او همغږي  دټيم غړو او دهيواد ټول ديندار ملت  او دنړۍ ټولو مسلمانانو ته وړاندې کوم او هيله لرم چې تاسي ټول له خپلو کوروينو سره يوځاى داختر مبارکې ورځې په بشپړې نيکمرغۍ  او خوشحالۍ کې تيرې کړئ .
په ټولو اسلامي لارښوونو کې يو لړ حکمتونه شته چې دهغوى بشپړ رعايتول انسان په دنيوي او اخروي نيکمرغي  بريالى کوي  له دې جملې څخه داسلامي  اخترونو لمانځل دمسلمانانو ترمنځ  داخوت اومودت ټينګښت او دهمغږي پيوستون او مرستې دروحيې دپياوړتيا سبب کيږي او په تيره بيا نيکمرغه لوى اختر او دحج ستره فريضه  چې په هر مسلمان کې دسرښندنې او له معنويت سره دعشق احساس راپاروي .
پتمنو هيوادوالو !
له دې امله خوښ يو چې سږ کال نيکمرغه لوى اختر په داسې شرايطو کې نمانځو چې له يوې  خوا زموږ خلکو يوه ستره تاريخي ازموينه  تيره کړه او دجمهوري رياست انتخابات يې ثمر ته ورسول  او هيواد يې له يوه احتمالي  بحران څخه وژغوره او له بلې خوا موږ دملي وحدت دحکومت په جوړولو بريالي شوي يو چې داسلام دمبين دين دتعاليمو پربنسټ تکيه لري .
ديندارو هيوادوالو !
دهيواد مادي اومعنوي بيا جوړول ستاسي  دټولو فکري او جسمي ځواک ته اړتيا لري لکه څنګه چې تاسو  دجمهوري رياست دانتخاباتو په بهير کې په خپلې فعالې ونډې اخستنې سره او وروسته دخپل هيواد  دنوى نظام په جوړولو کې په خپل دريځ اوپرله پسې هلوځلو سره اساسي رول ولوباوه هيله لرم دسولې او ثبات دتامينولو ښې حکومتوالي او له اداري فساد سره په مبارزه کې په خپل فعال ګډون او شتون سره هم خپله ملي وجيبه په ښه توګه ترسره کړې او سرله اوسه دهيواددراتلوونکي  حالت دښه والي لپاره دملي غونډې دجوړولوپه خاطر په ملي خبرو کې په ونډې اخستنې سره تياري ونيسئ.
باور لرم چې دخويندو او ورونو په ګډون  ګران هيوادوال په خپل ستر تاريخي مسووليت په پوهيدو سره ديو ازاد اوسرلوړي افغانستان دجوړولو په خاطر يوبل ته لاسونه ورکوي او له خپل نوى حکومت سره مرسته اوملګرتيا کوي .
ګرانو هيوادوالو !
  په هيواد کې دسولې، امنيت، قانونيت اوثبات دستنو دلازيات ټينګښت  په هيله  يوځل بيا دنيکمرغه لوى اختر له امله تاسو ټولو ته دزړه له کومي مبارکي وايم او دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه تاسو ټولو ته دنيکمرغي،  برياليتوب اوسوکالۍ هيله کوم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته