ورزش

د آرش او ميوند د ټيمونو لوبه برابره پاى ته ورسيده

کابل باختر دلړم  اوولسمه :
په هرات کې د فوټبال د دويم ليګ د ټيمونوسياليو نن سهار په يوې لوبې سره دوام وموند .
د هرات ولايت د فوټبال فدراسيون تخنيکي مسوول نجيب الله نوروزي باختر آژانس ته خبرورکړ:
په دې پړاوکې د آرش او ميوند ټيمونو لوبه وکړه چې لوبه د دريو په وړاندې په دريو سره برابره پاى ته ورسيده .
نوروزي زياته کړه: د فوټبال د دويم ليګ سيالۍ په هرات کې د دولسو ټيمونو په ګډون پيل شوې دي چې سبا د آريا او باختر ټيمونه لوبه کوي .
د يوبل خبر له مخې: د هرات د فوټبال د غوره ليګ سيالۍ نن مازيګر د استقلال  او بيګ بير د ټيمونو په لوبې سره دوام مومي.
دغه سيالۍ په هرات کې د اتو ټيمونو په ګډون پيل شوې دي چې په پرونۍ لوبه کې د انصاري ټيم په يوه په زړه پورې لوبه کې د يوې په په وړاندې په شپږو سره د پيمان ټيم ته ماتې ورکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته