سیاستخبرونهټولنه

د سولې په بهير کې د سمنګانو د ښځو او ځوانانو مسووليتونه بيان شول

٢٠- کابل /د مرغومي ١٠مه /باختر
د سولې په بهير کې د ښځو او ځوانانو شموليت لپاره د عدالت غوښتنې شبکه نن په سممنګانوکې جوړه شوه .
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ دغه شبکه د افغان ښځو د استعدادونو د ودې مرکز جوړ کړى دى.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په ايبکو ښار کې جوړه شوه په هغه کې ٢٠٠ ځوانو نجونو اوهلکانوګډون کړې و.
د افغان ښځو د استعدادونو د ودې د مرکز ولايتي مسوول پرويز هاشمي د خلکو ټولنې او د امنيت په تامينولو کې د ځوانانو د مسووليتونو په اړه خبرې وکړې او د دغې شبکې جوړول يې د سولې په بهير کې د شموليت په مقصد د ښځو د عدالت غوښتنه اوپه قطر کې د افغانستان او طالبانو د مرکچي هيئتونوترمنځ د سولې د خبرو اترو پياوړتيا وبلله .
د دغې غونډې برخه والو د سولې له بهير سره خپل ملاتړ اعلام کړ او غوښتنه يې وکړه چې د سولې د خبرو په دويمه دوره کې د ځوانانو اوښځواستازي ګډون وکړي .
له بله پلوه دغه شبکه د تاوتريخوالي په کمښت او د سولې له شورا سره د خلکوپه بلدتيا کې به دغه شپکه اغيزمن وي .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته