خبرونهورزش

آریانا مهر لوبډلې په دایکنډي کې د فوټبال سیالیو د اتلولۍ جام وګاټه

 کابل، د لېندۍ ۲۸ مه، باختر

په دایکنډي ولایت کې د ځوانانو د ملاتړ او نشه يي توکو څخه د لري والي ترعنوان لاندې د فوټبال پیل شوې سیالۍ د آریانا مهر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغو سیالیو کې د فوټبال ۱۷ لوبډلو ګډون درلود چې پایلوبې ته یې آریانا مهر او اتحاد شهرستان لوبډلو لار ومونده چې د اریانا په اتلولۍ پای ته روسېدې.

یادې سیالۍ د دایکندي د بدني روزنې او ورزش امریت او همدارنګه د دغه ولایت د شهرستان ولسوالۍ د ښاروالۍ په همکارۍ پیل شوې وې.

د سیالۍ په پای کې غوره لوبغاړو ته جایزې او مډالونه ډالۍ شول.

س.صدیقي

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا