امنیت

دکونړ دسندري ساحه د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکه شوه .

کابل باختر دسلواغې  ديرشمه :
دکونړ ولايت دسندري  ستراتيژيکي سيمه دپوځي عملياتو په بهير کې د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکه شوه .
دغه عمليات دوه ورځې مخکې دملي اردو او دملي پوليسو دسلګونو تنو ځواکونو په ګډون پيل شوي و .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يو جګپوړي قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو عملياتو کې دکونړ ولايت دمانوګى  ولسوالۍ دسندري  ستراتيژيکي اولوړه سيمه  د ډار اچوونکو  له شتون څخه پاکه شوه .
ده وويل اوس په دې ساحه کې پوځيان ځاى پرځاى شوي  دي او دخلکو امنيت تامينوي .
ويل کېږي  ډار اچوونکي دسندري  ساحې ته دځواکونو  له رسيدو مخکې له جګړې پرته تښتيدلي و .
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته