ټولنه

افغانستان دګاونډيو هېوادونو ترمنځ کم ځنګلونه لري .

کابل باختر د وري پنځه ويشتمه :
سره له دې چې  ځنګلونه  ملي پانګه بلل کيږي  خو په وروستيو کلونوکې  په بې رحمانه ډول دهغوى غوڅولو دغې پانګې ته  زيات زيان  اړولى دى .
دباختراژانس  خبريال ليکي ،  افغانستان  دګاونډيو هېوادونو ترمنځ کم ځنګلونه لري  او په بې رحمانه ډول ددغو ځنګلونو غوڅول  ددې سبب شوى دى چې  دځنګلونو  زياتې ساحې  دغير مسوولو کسانو  داستفادې وړ وګرځي .
دوزيرانو شورا  ددارالانشا لوى رياست  دغې مسئلې ته په پاملرنې سره  ټينګار کوي  چې  اړوندې ادارې دې  دکونړ ولايت  دځنګلونو دغوڅولو او دلرګيو دقاچاقو  دمخنيوي په موخه  درسنيو  او دديني عالمانو له لارې  دعامه پوهاوي پروګرامونه عملي کړي . خو اساسي  اومهمه موضوع داده  هغه کسان  چې  دخلکو ګټې  دخپلو شخصي ګټو  قرباني کوي  ايا  درسنيو او ديني عالمانو  خبرې به واوري   .
  رسنيو او ديني عالمانو  په وار وار طرحه کړې ده چې ځنګلونه ملي پانګه ده . او ټول  دهغوى په  ساتنه کې  مسووليت لري  .  خو يوشمير محدود  ماجرا غوښتوونکي او استفاده غوښتوونکي کسان  دخلکو  دګټو په باب  فکر نه کوي .  په دغه شان حالت کې  داخلک دي  چې بايد  په خپلو سيمو کې  ددغه شان کسانو مخه ونيسي  او پرې نږدي چې نور دغه ملي پانګه  دقاچاق وړونکو او استفاده غوښتوونکو کسانو  داستفادې وړ وګرځي .
دغه راز خلک کولى شي  دامنيتي بنسټونو په همکاري  ددغه شان کسانو مخه ونيسي .
لنډه داچې  که چيرې  خلک او امنيتي بنسټونه په متحد او همغږۍ ډول عمل وکړي  دهېواد په ګوټ ګوټ کې به  ددغه شان کسانو ټغر  ټول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته