امنیت

اته ويشت تنه ډار اچوونکي په بدخشان کې ووژل شول

کابل باختردغبرګولی ۱۶
اته ويشت تنه ډار اچوونکي د بدخشان ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې ووژل شول.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند جګړن محمد حنیف رضایی باختر آژانس ته وویل چې دغه ډار اچوونکي د هغو عملياتو له امله چې د امنيتي ځواکونو او د هېواد د هوایي قوتونو په ملاتړ له یوې اوونۍ را په دې خوا د دغه ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې ترسره شول؛ ووژل شول .
رضایي زیاته کړه چې په دغوعملیاتوکې ۳۸ تنه نور ډار اچوونکي ټپیان شول او د هغوى څو مهم سنګرونه او قرارګاوې دړې وړې شوې او ۱۷ کلي د دښمن له شتون څخه پاک شول .
ده زیاته کړه چې دغه عملیات به د وسله والو طالبان له شتون څځه د کوهستان ولسوالۍ تربشپړ پاکولو پورې دوام ولري.
ختم ع   

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته