کابل باختر د ثور د مياشتې ٢٩:
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت سرپرست اداري اومالي معين ډاکترنصيراحمد انديشه نن په کابل کې دمتحده عربي اماراتو له سفير يوسف سيف سباع ال عل سره چې په افغانستان کې يې ددغه هېواد دسفير په توګه کاري دوره يې پاى ته رسيدلې ده دمخه ښيې کتنه وکړه .
ډاکترنصيراحمد انديشه په امنيتي ، بيا جوړولو ، بنسټيزو مسئلو او دعلاقې وړ نورو موضوعګانوپه ساحو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ددوستانه اړيکو دټينګښت اوپراختيا په لاره کې په کابل کې دعربي متحده اماراتو دپخواني سفير کړه وړه او فعاليتونه وستايل او عربي متحده امارات يې دافغانستان دخلکو او دولت دوست هېواد او ښه همکار وباله.
1 د یوې دقیقې څخه لږ