ټولنهTOPروغتیا

د هېواد د بهرنيوچاروزارت: هند ته له غير ضروري سفرونو ډډۀ وکړئ

کابل /د غويي ٧مه / باختر
د هېواد د بهرنيو چارو وزارت د هېواد ټولو خلکوته لارښوونه کړې ده چې هند ته دغير ضروري سفرونوڅخه ډډه وکړي.
باختراژانس د بهرنيوچارو وزارت د خبرپاڼې له مخې خبرورکړ چې د هېواد خلک په هند کې د کرونا ويروس د خپرېدو د پراختيا له امله بايد لارښوونې رعايت کړي.
په اعلاميه کې لارښوونه شوې ده چې افغانان د اړتيا په صورت کې په نوي ډيلي کې د افغانستان له سفارت اوپه ممبي اوحيدر اباد کې د افغانستان له قونسلګريو سره اړيکه ونيسي .
د بهرنيوچارو وزارت دغه راز له هغوکسانوڅخه چې غواړي له هند او له نورو هېوادونوڅخه افغانستان ته راشي غوښتي دي چې د کرونا ويروس PCR منفي ازمايښت له ځان سره ولري .
هندوستان د کرونا ويروس له ډيرې سختې څپې سره مخ شوى دى اوپه وروستيو څو ورځوکې په هرو ٢٤ ساعتونوکې څه د پاسه درې سوه زره تنه په دغه ويروس اخته کېږي.
ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته