امنیت

عاجل خبر د داعش راډيويي دستګاه ويجاړه شوه

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٢٣ :
په ننګرهارکې د داعش د ډلې راډيويي دستګاه په يوه هوايي بريدکې له منځه يوړل شوه.
دغه راډيوچې له موټر څخه يې په ګرځنده ډول خپرونې کولې؛ نن له غرمې مخکې دننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د ناتو د بې پيلوټه جنګي الوتکې  په هوايي بريدکې له منځه وړل شوې ده .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي له باخترآژانس سره په اړيکه کې دغه خبر تائيد کړ.
خوږياڼي وويل: ښايي د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې دداعش په راډيويي دستګاه دناتو په هوايي بريدکې ددغې ډلې  ځينې مهم غړي هم وژل شوي وي.
د مومندرې په نامه کلي کې د داعش په راډيويي دستګاه دپروګرامونو په  خپرولو بوخته وه بريد شوى دى.
دا دريم  ځل دى چې په افغانستان کې دداعش دتروريستي ډلې راډيويي دستګاه د افغان پوځيانو او د بهرنيو پوځونو په بريدونو کې له منځه وړل کيږي .
دغه راډيو چې دافغانستان په ختيځ کې د اوريدو وړ ده، دولتي ضد پروګرامونه خپروي او زياتره د داعش په تبليغ او دغې ډلې ته دځوانانو د جذبولو په باب فعاليت کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته