امنیت

د خاک سفيد لپاره د طالبانو نومول شول ولسوال ووژل شو

کابل/ د تلې٢٠مه / باختر
د فراه ولايت د خاک سفيد لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال په ګډون درې وسله وال طالبان پرون په دغه ولايت کې ووژل شول.
د فراه د پوليسو وياند محب الله محب د باختر آژانس خبريال ته وويل: د فراه ولايت د خاک سفيد لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال په حاجي حميد مشهور د ملاباري د سپرلۍ پر موټر د فراه رود ولسوالۍ په تګلوري کې هوايي بريد وشو چې په پايله کې ملا باري له ملا قيوم آغا او د نشه يي توکو له يوه حرفوي قاچاق وړونکي ملاشاه ولي جان سره ووژل شو.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته