روغتیا

په تيرو ٢٤ ساعتو کې په هېواد کې دکرونا ويروس ٢٣٢مثبتې پېښې ثبتې شوي دي .

کابل / دثور١١مه /باختر :
دعامې روغتيا وزارت  دروغتيايي خدمتونو  دوړاندې کولو معين ډاکټر وحيد مجروح نن  په يوه خبري غونډه کې وويل چې په تېرو  ٢٤ ساعتو کې  دکرونا ويروس   ٢٣٢ مثبتو پېښو په ثبتېدوسره  په هېواد کې په دغه ويروس داخته کسانو شمېر ٢١٧١تنو ته ورسيد .
دباختراژانس دخبرله مخې، دعامې روغتيا وزارت دروغتيايي خدمتونودوړاندې کولو معين په  دې خبري  غونډه کې په هېواد کې  دکرونا ويروس  دخپريدو دوروستيو جزئياتو او په دغه ويروس   داخته کسانو دشمېر په باب  معلومات ورکړل او ويې ويل  چې په تېرو  ٢٤ ساعتو کې په هېواد کې دکرونا ويروس   ٢٣٢مثبتې پېښې  ثبتې شوي دي .
هغه څرګنده کړه چې له دې جملې څخه شل  مثبتې پېښې په کابل ، ٣٤ پېښې په هرات ، ٤٥ پېښې په قندهار ، ٤١ پېښې په بلخ ، ١٠ پېښې په لوګر ، ١٠ پېښې په پکتيا ،  ٥ پېښې په ننګرهار ، ٩ پېښې په پنجشير ،  ٣ پېښې په لغمان ،  ٤ پېښې په بادغيس ،  ١٢ پېښې په غزني ، ٨ پېښې په تخار ، ٧ پېښې په کندز ، ٩ پېښې په سمنګانو ،  ٥ پېښې په بغلان ، ٤ پېښې په ميدان وردګو ،  ٢ پېښې په پروان ،  ٢ پېښې په پکتيکا ،  يوه پېښه  په سرپل اويوه مثبته پېښه په فارياب کې ثبته شوې ده .
هغه زياته کړه چې په تېرو  ٢٤ ساعتو کې په هېواد کې په کرونا ويروس څلور تنه اخته کسان  روغ شوي دي او درې تنه نور مړه شوي دي .
دعامې روغتيا  وزارت دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو معين څرګنده کړه  که چېرې خلک  دعامې روغتيا لارښوونو ته پاملرنه ونه کړي  دکرونا ويروس پراختيا مومي .
ختم _ ج _ اکرم

                                        

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته