امنیت

په پکتیا کې ۴۸ ډوله بېلابېلې وسلې ډایاک ته وسپارل شوې

ګردیز باختر د سلواغې ۲ مه
د پکتيا ولایت د امنيې قوماندانۍ د مسوولینوله لوري د تېرکال په اوږدو کې نيول شوې وسلې د ډایاک پروګرام ته وسپارل شوې.
چارواکي وايي چې په نیول شويو وسلو کې ۴۸ ډوله بېلا بېلې وسلې شاملې وې چې د ډایاک پروګرام ته وسپارل شوې.
د پکتیا امنیه قوماندان مل پاسوال سید ګل اقا روحاني د باختر اژانس سیمه ييز خبريال ته وویل چې،دغه ۴۸ ډوله بېلابېلې وسلې امنيتي ځواکونو د تېر يوه کال په اوږدو کې په بېلابېلو پېښو کې ترلاسه کړې وې چې نن د ډایاک پروګرام ته وسپارل شوې.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته