سیاست

د اسلامي حزب امير او ستر جهادي شخصيت انجينير ګلبدين حکمتيار پرون د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې را څرګند شو.

کابل باختر دغويي دمياشتې ١٠ :
هغه پرتمینه غونډه چې په همدې موخه د لغمان ولايت په مقام کې جوړه شوې وه،  د سولې دعالي شورا د دارلانشاء ريیس ډاکټر محمد اکرم خپلواک په ګډون سربېره  د لغمان والي عبدالجبار نعيمي، له بېلا بېلو ولایتونو څخه د سیاسي احزابواستازو، په  ملي شورا کې د ولس استازو، د لغمان دولايتي شورا استازو، د لغمان دنظامي او ملکي ادارو مسولينو، سلګونو جهادي قوماندانانو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو، مدني فعالانو کورنيو او بهرنيو رسنيو استازو په کې برخه اخستي وه.
غونډې ته د لغمان والي پيلیزې خبرې وکړي، د اسلامي حزب مشرتابه ته يې ښه راغلاست ووایه او یاده يې کړه چې د دغه حزب د رهبري راتګ په خلکو کې د سولې، یووالي او سوکالۍ نوې هیلې راژوندۍ کړې دي، ده په دې برخه کې دهېواد ولسمشر محمد اشرف غني او د سولې عالي شورا د مرحوم مشر ارواښاد پير سیداحمد ګیلاني د هڅو قدرداني وکړه او یاده يې کړه چې د دوی د هلو ځلو له برکته دا دی نن د ولسونو په منځ کې د اسلامي حزب امیر خپل حضور لري.
دلغمان والي همداراز د اسلامي حزب له رهبري مننه وکړه چې د لغمان په اداره او ولسونو يې باور وکړ او د سولې د شوې توافقه ليک پر اساس يې خپل سوله ییز ګام له لغمان څخه راپورته کړ او دغه ویاړ يې لغمان ته ورو بخښه.
د سولې دعالي شورا د دارالانشاء ريیس ډاکټر محمد اکرم خپلواک بیا د اسلامي حزب د امیر راتګ او د سولې له روان بهیر سره د هغه یوځای کېدل د افغان دولت او سولې عالي شورا ستره لاسته راوړنه وبلله او وې ویل : (د سولې له روان بهیر سره د اسلامي حزب د امیر یوځای کېدلو نړیوالو ته وښودله چې افغانان دسترو پریکړو د کولو وړتیا لري او کولی شی چې د بین الافغاني مذاکراتو پر مټ به هېواد کې ناخوالې پای ته ورسوي).
د اسلامي حزب امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار چې غونډې ته هراړخیزه وینا وکړه دخپلو خبرو په پيل کې د جګړې پر ژر بندېدو ټینګار وکړ او و يې ویل: ( موږ  د اسلام او افغانانو سر لوړي غواړو، روانه جګړه د اسلام او افغانانو پخیر نه دی. کله چې دجهاد اړتیا وه جهاد مو وکړ، تیري کوونکي مو مات کړل، اوس د سولې وخت دی او افغانان تر بل هر وخت زیات سولې ته اړتیا لري.
ښاغلي حکمتيار زياته کړه (افغانان هغه خلک نه دي چې په زور پرې حکومت وشي، هيڅوک  به هیڅکله ونه کړاى شي چې د جګړې او زور له لارې پر افغانانو حکومت وکړي).
ده هغو ته چې همدا مهال په جګړه کې بوخت دي په خطاب کې وويل: ( که په رښتیا مو په افغانانو زړه درد کوي نو له وینې تویونې لاس واخلئ او سوله وکړئ، په همدې اساس د دولت له ټولو وسلوالو مخالفو ډلو غوښتنه کوم چې له جګړې لاس واخلئ، دسولې له روان بهیر سره یوځای شئ او په ټولو ملي بهیرونو، امنیت،سولې، ثبات، ملي یووالي او پرمختګ کې رغنده ونډه واخلئ).
د اسلامي حزب امیر هغه تروریستي ډلې چې بېګناه خلک وژنې، عامه ځایونو کې بمې چاودنې کوي، مسجدونو کې پر سجده پراته عبادت کوونکي شهیدانوي له ټولو اسلامي، افغاني او بشري اصولو ناخبره او د بشریت دښمنان وګڼل او د شته ناخوالو لمنځه وړلو او پای ته رسولو لپاره يې پر ملي یووالي او سولې ټینګار وکړ.
سوله يې دټولو ګډه اړتیا او د هېواد دمیلیونونو شهیدانو ارمان وباله او له خلکو يې وغوښتل چې نور نو په پوره یووالي سره د سولې، امن، یووالي او پرمختګ لپاره کار وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته