امنیت

په هرات کې دجعلي پيسو درواجولو په تور ددوو تنو مجازات .

کابل باختر د وږي  ديارلسمه :
دوه تنه دهرات ولايت داستيناف  محکمې له خوا دجعلي پيسو درواجولو په تور  په مجازاتو محکوم شول .
دغه کسان دهرات ولايت داستيناف محکمې دکورني او بهرني امنيت پرخلاف دجرمونو دديوان په قضايي علني غونده کې چې دقضا وتوال  عبدالغفار ذبير  په مشرۍ جوړه شوه مجازات شول .
دغه کسان څه موده مخکې دامنيتي  ځواکونو له خوا ديو اويا زرو پنځه سوه افغانيکۍ  جعلي لوټونو سره نيول شوي و چې دکورني اوبهرني امنيت پرخلاف دجرمونو دديوان په علني غونډه کې يو تن يې په پنځه کاله او يوه مياشت او يوتن بل يې په دريو کلونو او شپږومياشتو تنفيذي بند په مجازاتو محکوم شول .
دغه راز په دې غونډه کې  ددولت له مخالفينو سره دهمکارۍ او په درواغو دخبر ورکولو دقضيو ددوو تنو نورو تورنو کسانو دوسيې  وڅيړلې شوې  او په پاى کې  هريو يې په پنځه کاله بند محکوم شو
په ټاکلې موده کې دتورنو کسانو د تميز  غوښتنې حق محفو‌ظ دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته