امنیت

په پکتيا کې دماين دچاودنې له امله يوتن ووژل شو او يو تن بل ټپي شو

کابل باختر دوږي نهمه
  دپکتيا ولايت داحمد خيلو  ولسوالۍ په يو واټ کې نن سهار ديو ښخ کړي شوي ماين دچاودنې له امله يو پوليس ووژل شو او يو تن بل ټپي شو .
دپکتيا ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخيل باختر اژانس ته وويل داحمد خيلو ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ دپوليسو منسوبين  چې په کزمي بوخت و دسپرلۍ موټر يې  دوسله والوطالبانو له خوا داحمد خيل ولسوالۍ په  تنګي سيمه کې  په واټ کې په ښخ کړي شوي ماين وخوت او دچاودنې  له امله  يې يو پوليس  شهيد او  يو تن بل ټپي شو او دپوليسو موټر په بشپړه توګه ويجاړ شو .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته