کابل باختر د ثور شپږ ويشتمه :
په فارياب ولايت کې دسيمه ئيزو پوليسو يوه قوماندان خپل زوى چې طالب و ، وواژه .
دغه قوماندان دطالبانو د راغونډيدو پرځاى بريد کې دخپل زوى په ګډون ددغې ډلې څلور غړي ووژل او درې نور طالبان يې ټپيان کړل .
دفارياب ولايت دقيصار ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال نظام الدين باختراژانس ته خبرورکړ دسيمه ئيزو پوليسو قوماندان سيد عبدالبصير تيره شپه دقيصار ولسوالۍ په زيارتګاه سيمه کې د طالبانو دراغونډيدو پرځاى بريد وکړ چې په پايله کې دده د دوه ويشت کلن زوى په ګډون دطالبانو دډلې څلور غړي يې ووژل .
ده زياته کړه په دې پيښه کې يوسيمه ئيز پوليس ټپي شو او دطالبانو يوه اندازه جنګي وسايل ددغه سيمه ئيز قوماندان لاس ته ورغلي دي .
قوماندان عبدالبصير وايي دده زوى سيد محمدله زيات وخت راپديخوا له پوليسو سره يوځاى شوي و او طالبانو ته به يې وسلې اومهمات ليږدول او يوبل زوى يې هم له طالبانوسره دى .
ده څرګنده کړه زامنو مې دوسله والو طالبانو دډلې په قوماندان حفيظ الله پورې اړه لرل چې ماته ګواښ کاوه اوويل يې له دولت سره کار کوئ اوبايد ووژل شئ .
عبدالبصير وايي زه دژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې دخپلو خلکو او هېواد دفاع کوم او له چاڅخه نه ډاريږم .
0 1 دقیقه لوستل