امنیت

طالبانو د بدخشان ولايت په تګاب کې د سيمه ئيزو پوليسو يو قوماندان شهيدکړ

کابل باختر دکب  دولسمه :
د بدخشان ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د سيمه ئيزو پوليسويو قوماندان دطالبانو له خوا دده په کورکې شهيدکړى شو.
دبدخشان د والي ويندوى احمد نويد فروتن باخترآژانس ته وويل: وسله والو طالبانو تېره شپه د بدخشان ولايت دتګاب ولسوالۍ د سيمه ئيزو پوليسو د قوماندان عبدالباقي په کور بريدوکړ؛ دکور مالونه يې لوټ کړل او دغه قوماندان يې شهيد کړ .
ديوبل خبر له مخې: وسله والوطالبانو تېره شپه دبدخشان ولايت دتګاب ولسوالۍ په ودانۍ بريد وکړ او د پوليسو دځواکونوله سخت مقاومت سره مخامخ شول.
فروتن وويل چې په دې نښته کې طالبانو ته دسرزيان اوښتى دى خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى.
ده وويل چې نښتې څلور ساعته دوام درلود او د پوليسو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته