امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان دامنيتي ځواکونوله خوا وځپل شول

کابل  باختر  د ثور د مياشتې ١١ :
دفارياب ولايت په مربوطاتو کې تيره شپه  له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې  څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوولس تنه نور ټپيان شول.
دغه جګړې د امنيتي ځواکونو او دوسله والو طالبانو ترمنځ دفارياب ولايت په
دولت آباد ولسوالۍکې ونښتې  چې له امله يې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوولس تنه نور ټپيان شول.
دفارياب ولايت ددولت آباد ولسوالۍ  سرپرست  سيدعبدالسلام نزهت دباخترآژانس خبريال ته وويل چې  په دولت آباد ولسوالۍ کې  دغه جګړې  هغه وخت ونښتې چې  وسله والوطالبانو د دوو کليو په امنيتي پوستو بريدونه وکړل او دامنيتي ځواکونوله سخت مقاومت سره مخامخ شول .
دوه ورځې مخکې  هم دفارياب ولايت دګريزيوان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې  ٩ تنو وسله والوطالبانو ته مرګ  ژوبله اوښتې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته