کابل / د وري ٣٠مه / باختر
په کاپيسا کې څلور ملکي وګړي د وسله والو طالبانو په راکټي بريد کې ټپيان شول.
دغه پېښه پرون ناوخته هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ پر يو کلي توغنديز بريد وکړ.
د کاپيسا يوه امنيتي مسوول باختر آژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو په دغه بريد کې ٤ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم – ج – اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ