سیاست

محمديونس قانوني : دموافقو لپاره هلې ځلې دوام لري چې خلک له انتخاباتي ستونزو څخه خلاصون ومومي

کابل باخترد وږي دمياشتې  ٢٦  :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال محمد يونس قانوني نن  په افغانستان کې  دالمان دفدرالي جمهوريت له نوي سفير  مارکس  پاتزيل  سره وکتل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآ ژانس  ته خبرورکړ :
د جمهوري رياست لومړي مرستيال  په دې کتنه کې  المان  له افغانستان سره  يو مهم  مرستندوي هيواد وباله او زياته يې کړه   چې  دافغانستان خلک تل ددغو مرستو   له امله قدر داني کوي   او هيله لري  چې په راتلوونکي کې هم دغه مرستې دوام ومومي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال يادونه  وکړه  زموږ او دافغانستان دنړيوالو دوستانو  هڅه او هاند دوام لري  چې په راتلوونکي يوه  او يا په دوو ورځو کې  د دواړو نوماندانو ترمنځ دوروستيو موافقو زمينې برابرې شي  او دافغانستان خلک   دانتخاباتوله ستونزو  څخه خلاصون ومومي .په افغانستان کې  دالمان دفدرالي  جمهوريت نوي سفير  مارکس پاتزيل  په دې کتنه کې وويل، دالمان فدرالي جمهوريت دافغانستان دخلکو  ترڅنګ ولاړ دى   اوهيله لري  چې  ډير ژر افغانستان  دملي وحدت  په حکومت برلاسي شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته