امنیت

يوې اتلس کلنې ښځې ځان ته اور واچاوه

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ٢٧ :
په بادغيس ولايت کې يوې اتلس کلنې ښځې  ځان ته  اور  واچاوه.
د بادغيس ولايت د ښځو د چارو رييسې مونسې قادر باخترآژانس ته وويل چې دغې ښځې دجبري واده په دليل  په ځان وژنې لاس پورې کړى دى .
دې زياته کړه: دغه ښځه څلور مياشتې مخکې  د دې دکورنۍ له خوا د دې له خوښې پرته واده شوې وه چې دهمدې مودې په بهيرکې يې څوځلې په ځان وژنې لاس پورې کړى دى، خو بريالې شوې نه وه .
د ښځو د چارو رييسې وويل چې دغې ميرمنې د تيلوپه کارولو سره په ځان سوځونې لاس پورې کړى دى.
دغه ميرمن د بادغيس ولايت د قلعه نو ملکي روغتون ته ليږدول شوې وه او د روغتون د مسوولينو دڅرگندونوله مخې، د دې په سلوکې اته نوي بدن سوځيدلى دى او د ژوندى پاتې کيدو احتمال يې ډير کم دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته