نړۍ

دکينيا اردو د الشباب د ډلې نږدې ديرش تنه ځواکونه ووژل .

تايروى- وى – او – اى نيوز – باختر دمرغومي دمياشتې ٢١
دکينيا حکومت وايي چې د سوماليا په جنوب کې دالشباب داسلامپالې ډلې په ياغيانو هوايي بريد کړى دى او ددغې ډلې ديو شمير قوماندانانو  په  ګډون څه ناڅه ديرش تنه ياغيان  يې وژلي  دي.
دکينيا اردو  دتو يتر داجتماعي سايټ  له لارې اعلام وکړ چې په  سوماليا کې دګارباهاري  په  ښارکې دالشباب په  کمپ بريد د پنجشنبې په ورځ وشو او دغه  راز د الشباب يو شمير نور ځواکونه  ټپيان شول.
په دې تويتري  پيغام  کې دکينيا  اردو وويل دالشباب د ډلې  ليږدونکې واسطې
او ځيني نورتجهيزات  له منځه وړل  شوي دي .
دکينيا د اردو دڅرګندونو له مخې  ، دالشباب ځواکونو دبريد په  وخت کې په     دې کمپ کې غونډه لرله.
دسوماليا صدراعظم هم  پرون په  تويتر  کې ددغه بريد هرکلي وکړ او دا  کار يي دالشباب په ډلې دپاملرنې وړ ګوزار   وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته