ورزش

افغانستان د آسيا د جنوب په سياليوکې د مالديف ټيم ته ماتې ورکړه

کابل باختر دزمري دمياشتې  ٣١ :
د هېواد د فوټبال  د ١٩ کلنو ځوانانو د ملي ټيم د آسيا د جنوب په سياليوکې په خپلې لومړۍ لوبه کې د مالديف ټيم ته ماتې ورکړه.
د هېواد د فوټبال فدراسيون فني مرستيال همايون کارګر نن د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې لوبه کې د افغانستان د فوټبال ټيم د مالديف ټيم ته درې ګولونه  ورکړل او لوبه د يوې په وړاندې په دريو سره د افغانستان د ١٩کلنو ځوانانو دملي ټيم په  ګټه پاى ته ورسيده .
کارګر وويل: دهېواد د ١٩ کلنوځوانانو د ملي ټيم لوبغاړو محمداحمدي، احمدمنصوري او مسعود حبيبي زيات ګولونه ووهل.
خبرځاى زياته: د آسيا دجنوب دفوټبال سيالۍ دشپږو  ټيمونوپه ګډون له دوو ورځو راپه دې خوا د نيپال په کوربه توب پيل شوي دي  او د افغانستان دملي ټيم په  الف ګروپ کې له مالديف او هند سره  لوبې کوي او نيپال، بنګله ديش او سريلانکا  په بي ګروپ کې له افغانستان سره سيالي کوي.
کارګر زياته کړه: ټاکل شوې ده چې افغانستان په خپله دويمه لوبه کې سبا د هند  له ټيم سره مخامخ شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته