سیاست

جمهوررئیس غني: که پرونی جهاد د آزادۍ لپاره و، زموږ د بچیانو نننی جهاد د آبادۍ لپاره دی

کابل باختر د سلواغۍ ٢٧ د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون له غرمې مخکې له افغانستان څخه د پخواني شوروي د سرو پوځونو د ماتې او وتلو د ۲۸مې کالیزې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه. د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه مراسم چې د ارګ په سلام خانه ماڼۍ کې ترسره شول، جمهوررئیس غني وویل: اته ویشت کاله پخوا د افغانستان مسلمانو خلکو خپله برحقه مبارزه د کامیابي درشل ته ورسوله او نه یوازې د افغانستان په تاریخ بلکې د جهان په تاریخ کې یې د افتخار یوه لویه کارنامه ثبته کړه. جمهوررئیس زیاته کړه: کله چې د شوروي اتحاد سرو پوځونو په افغانستان باندې یرغل وکړ، د دنیا هیوادونو په ډېر لوی اکثریت دغه یرغل وغانده او د سرو پوځونو په خلاف یې د افغانانو مجاهده برحقه وبلله. جمهورئیس غني د جهاد د کامیابي لوی او اساسي علت له الهي حکم سره سم، په اتحاد او اتفاق سره د سپېڅلي جهاد په واحد صف کې د ټولو قومونو درېدل وبلل. هغه زیاته کړه: کلیوال او ښاري، شیعه او سني، تعلیم یافته او بې تعلیمه، ملا او امي ټول د وطن د دفاع او استقلال شریک سنګر ته لاړل او د هېواد د ژغورلو لپاره یې یو بل ته لاسونه سره ورکړل. محمداشرف غني وویل: د هغو مجاهدینو نمانځل زموږ دیني او ملي وظیفه ده، چې د وطن د ازادۍ په خاطر له هر څه تېر شوي دي او تر ټولو ستره قرباني یې ورکړې ده. جمهوررئیس څرګنده کړه، د شهیدانو د وارثانو خدمت، د هغوی ماشومانو ته رسېدنه او دردمنو پلرونو او مېندو ته یې ډاډ ورکول د دولت او د ملت د مسوولیت یوه برخه ده. دا زموږ دنده ده چې د هغوی نوم او یاد ژوندی او تلپاتې وساتو او راتلونکي نسلونه له هغو ویاړونو سره اشنا کړو چې هغوی په خپلو وینو ثبت کړي دي. جمهوررئیس دې‌ته په اشارې چې دغه ټوله قرباني د کوم آرمان او موخې لپاره وه، وویل: دا روښانه ده چې دغه تاریخي مېړانه د منصب او قدرت په خاطر نه وه، یوازې پردیو سره د هغوی دښمني هم اصلي انګیزه نه وه، بلکې تر دې څو چنده سترو او ویاړلو ارمانونو لپاره وه. د آزادې، ابادې او مخ پر ودې خاورې له درلودلو څخه بل ستر ارمان نشته، داسې خاوره چې بچیان یې په سیوري کې ارامتیا او په نوم یې سرلوړي احساس کړي او په غېږ کې یې خپلو خوبونو ته د رسېدو هیله ولري. جمهوررئیس غني څرګنده کړه: موږ له دې امله د دغه جدو جهد درناوی کوو او په هغو سرښندنو ویاړو چې دا جګړه د تباهۍ، شتمنۍ او قدرت په سر شخړه نه وه او د دې لپاره نه وه پيل شوې چې د دغې خاورې د زړو دښمنانو زړې ګټې زموږ د ښارونو او کلیو د ویجاړۍ په بیه ترلاسه شي. هغه زیاته کړه: زموږ د خلکو جهاد یوه زړوره جګړه وه چې موخې به یې د نړۍ په کچه په ښکاره او ویاړ بیانولې او زموږ خلکو به پرې هر ځای کې ویاړ کاوه. په هغه کې نه د انتحار نښه وه او نه په جومات کې د انفجار، نه د ښوونځي د تخریبولو او نه هم د بې ګناه کسانو د وژلو؛ لکه نن چې بدنامې او د پردیو مزدورې ډلې په بې پروايي دغه کارونه کوي او هره ورځ د خپلو جنګي جنایتونو لېست لویوي. جمهوررئیس، په ملي اردو، ملي پولیس او امنیتي اداره کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو ځواکمنتیا او پخېدل مهم وبلل وې ویل: د دې خاورې د مجاهدینو او درنو شهیدانو اصلي ارمان د دغو زړورو په مټو او همت پورې تړلی دی، هغوی چې شپه ورځ د هېواد هره څنډه کې د خپلو خلکو په دفاع بوخت دي. جمهوررئیس غني وویل: که پرون د آزادۍ جهاد و، زموږ د بچیانو نننی جهاد د آبادۍ دی، ځکه آزادي په آبادۍ سره بشپړېږي، زموږ د دښمنانو د لارې خلاف چې نن یې نیولې ده، ورانی زموږ د دیني منطق او مدنیت له روح سره جوړ نه دی. هغه زیاته کړه: دا څرګنده ده چې آبادي یوازې په نظامي فعالیتونو او امنیتي تدابیرو نه ترلاسه کېږي، بلکې د هغه لپاره لازمه ده چې زموږ ټول ملي قوتونه هغه چې د هېواد لوړو ګټو ته ژمن دي ګډون وکړي. جمهوررئیس د خلکو پوهول په ځانګړي ډول د آبادۍ د اهمیت، د پرمختګ د اهمیت، د پوهې او شتمنۍ په اهمیت، د عزت او امنیت په اهمیت، د اقتدار او سرلوړی په اهمیت او د دغه ارمانونو په حقیقي عناصرو د ځوانانو پوهول د جهاد یوه برخه وبلله وې ویل: یوازې د پوهاوي په تعمیم او پياوړتیا سره راتلونکي ته هیله او باور دی چې کولای شو د تخریبي افکارو، د ناهیله کوونکو ایډیالوژیو، منفي تبلیغاتو او د ځوانانو د ماغزو د مېنځلو مخه پرې ونیسو او پرېنږدو چې هغوی په هغو دامونو کې ونښلي چې تروریستي او افراطي ډلو ورته غوړولي دي. محمداشرف غني وویل، په روان کال کې حزب اسلامي سره موافقتنامې دا زمینه برابره کړه چې یو شمېر خفه مجاهدین خپل کور افغانستان ته راشي او د وطن په ابادۍ او جوړولو کې برخه واخلي. هغه له ټولو مجاهدینو او جهادي مشرانو وغوښتل چې د ملي اردو او ملي پولیسو سره همکاري وکړي او د هغوی د صفونو په غښتلي کولو کې ونډه واخلي او خپلې تجربې ورسره شریکې کړي. جمهوررئیس یو ځل بیا هغو طالبانو ته چې خپلواک فکر او د اسلامیت او افغانیت جذبه په کې ژوندۍ ده په خطاب کې وویل: افغانستان د ټولو افغانانو کور دی، نو راشئ او په دغه ګډ کور کې د نورو وطنوالو په څېر بیا د ورورۍ په فضا کې عزتمند ژوند پيل کړئ، د وراني په ځای د هغه په پرمختګ کې ونډه واخلئ. په دې مراسمو کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمدسرور دانش هم خبرې وکړې او د ازادۍ د لارې شهیدانو ته د دعا پرمهال یې وویل، په ۱۳۵۸ل کال کې د پخواني شوروي د سور پوځ له لوري د افغانستان اشغال او په تعقیب یې د افغانستان د خلکو پاڅون او لنډه دا د شوروي پوځونو وتل او د افغانستان د جهاد بریالیتوب د شلمې پېړۍ د دویمې نیمایي د مهمو او برخلیک جوړونکو پېښو څخه وې. هغه د شوروي سور پوځ له لوري د افغانستان د اشغال د عواملو په باره کې معلومات ورکړ ل وې ویل، پخواني شوروي د ټولو انګېزو او هغو موخو تر څنګ چې په سیمه او نړۍ کې یې لرلې افغانستان یې خپل مهم جنوبي ګاونډی باله چې پر هغه تسلط یې د خپل امنیت او په سیمه کې د نفوذ ضامن باله. د جمهور رئیس دویم مرستیال د شوروي پر ضد د افغانستان د خلکو د جنګ ځانګړنې یادې کړې وې ویل، له هغو ځانګړنو څخه یوه هم افغانستان ته د شوروي توجه وه چې هیڅ ډول حقوقي او سیاسي مشروعیت یې نه درلود او د ملګرو ملتونو په ګډون د ټولې نړۍ له لید څخه دا تهاجم یو څرګند تجاوز او یو قدرت طلبانه جنګ ګڼل کېده. محمدسرور دانش د افغانستان د خلکو پاڅون د خپلواکۍ او ازادۍ غوښتنې او د بهرني نظامي اشغال پر وړاندې یو مقاومت وباله چې له ملي او بین المللي پلوه یې مشروعیت درلود. همدارنګه په دې مراسمو کې جهادي رهبر استاد عبدرب الرسول سیاف هم خبرې وکړې او د افغانستان ټولو خلکو په ځانګړي ډول د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته یې چې د دین، وطن او ملي ارزښتونو د دفاع سنګر کې مبارزه کوي د دې باعظمته او تاریخي ورځې مبارکي وویله. هغه وویل، د سلواغې ۲۶ د هېواد د لویو تاریخي ورځو څخه ده او زموږ خلکو دې ورځې ته د رسېدو لپاره یو نیم میلیون شهیدان ورکړي دي، نو باید په ښه توګه ونمانځل شي. استاد سیاف وویل، د دې ورځې ویاړ یوازې مجاهدینو ته راجع نه دی، بلکې ټولې هغه میندې چې مجاهدین یې په خپلو غېږو کې روزلي ، ټولو کورنیو ته چې اولادونه او د خپل زړه ټوټې یې په دې لاره کې قرباني کړي او ټول مسلمان امت د دې ورځې ویاړ او عزت لري. محمد یونس قانوني په دې مراسمو کې د افغانستان د خلکو د برحقه جهاد شهیدانو روح ته دعا وکړه وې ویل،افغانانو په افغانستان کې پاتې کېدل، د افغانستان د ازادۍ لپاره د تجاوز پر وړاندې مقاومت او د افغانستان د ازادۍ لپاره د ځان قرباني کول انتخاب کړل او تر وروستۍ سلګۍ د افغانستان او خپلو خلکو د نجات لپاره وجنګېدل. هغه زیاته کړه، دا د افغانستان د تاریخ له ویاړ ډکه پاڼه ده په کوم خاص تنظیم، قوم، ولایت او ډلې پورې اړه نه لري، بلکې دا د افغانستان د ټول ملت ګډ ویاړ دی. قانوني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو شهامت او زړورتیا ته په اشارې وویل، نن زموږ نسل او ملت د تروریزم د تهاجم پر وړاندې قرار لري. تروریزم سره جنګ د کمونیزم پر ضد جنګ څخه کم نه دی، د جنګ شکل او وسایلو تغیر کړی اما موخې یې چې د دې خاورې اشغال او د تروریزم په پلازمېنې د هغې بدلول دي، یو دي. هغه د دولت زعامت او د افغانستان ملت او وسله وال پوځ څخه وغوښتل چې د ملي ګټو په حوزه کې د افغانستان د ازادۍ لپاره د تروریزم پر ضد یو واحد صف ایجاد کړي. په مراسمو کې د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي او د علماو د سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف هم خبرې وکړې او د شوروي د سور پوځ پر وړاندې یې د افغانانو مېړانه او زړورتیا وستایله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته