کابل، د غبرګولي ۲۷ مه، باختر
ایراني ورزشکاران وايي، چې د نړۍ د تبلیغاتو برعکس، ورته ثابته شوې چې نوی افغان حکومت کولای شي چې له افغانستان د نړۍ په کچه یو ښه هېواد جوړ کړي.
دغه څرګندونې د ایران مشهور ورزشکار او د کلپونو مسوول استاد محمد سالاري د کندز له والي سره په کتنه کې وکړې.
سالاري د کندز ولایت په کوربه توب د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ د سیالیو په موخه کندز ته راغلی دی.
سالاري زیاته یې کړه، چې اوس د هر ډول نړیوالو تبلیغاتو پر وړاندې دا ثابته شوې ده چې نوی حکومت کولای شي چې له افغانستان په هره برخه کې د نړۍ تر ټولو غوره هېواد جوړکړي.
په همدې حال کې د کندز والي ملا نثار احمد نصرت د دغه تکړه ورزشکار خبرې وستایلې او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان دروازې د هغو ګاونډیانو او نړۍ والو پر مخ خلاصې دي چې په قانوني توګه دغه هېواد ته تګ راتګ کوي او د دوی د امنیت تامینول یې خپل مسوولیت وباله.
ع