امنیت

په نورستان کې دشپږو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر د غبرګولې اته ويشتمه
دطالبانو  په ډلې پورې اړوند شپږ    تنه ډار اچوونکي په نورستان ولايت کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو تيره شپه دکامديش ولسوالۍ په مربوطاتو کې په پوځيانو  دوسله والو طالبانو له يرغل  وروسته  بريد وشو .
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان  باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې شپږ  تنه ډار اچوونکي  وژل شوي دي
  په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې  نن سهار په نورستان ولايت  کې  دوسله والو طالبانو  د جنګي وسايلو  يوه ډيپو  کشف شوې ده .
له دغه ډيپو څخه په لسګونو سپکې او دراندې  جنګي وسايل ترلاسه شوي دي
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې امنيتي مامورانو په نورستان ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول ..
امنيتي مامورانو نن سهار ددغه ختيځ ولايت په ګن ميشتو لارو کې شپږ   ماينونه کشف او شنډ کړل .
دوى وسله وال طالبان ددغو ناکامو ماين ښخوونو عامل بولي .
   ختم_ ج_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته