امنیت

دهلمند ولايت لپاره دطالبانو دنومول شوي والي مرستيال ووژل شو .

کابل باختر  دليندي  يوولسمه :
دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دهلمند ولايت لپاره دطالبانو دډلې دنومول  شوي والي مرستيال په يو هوايي بريد کې ووژل شو .
په ملا ناصر مشهور شاه ولي پرون ناوخته په موسى قلعه ولسوالۍ کې بريد وشو اوووژل شو .
  دافغانستان په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي  قوماندان باختراژانس  ته وويل چې  په دې هوايي بريد کې دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دهلمند ولايت لپاره دوسله والو طالبانو دنومول شوي والي مرستيال په ملا ناصر مشهور شاه ولي ووژ ل شو .
ويل کيږي په دې بريد کې څو تنه نور وسله وال طالبان هم ووژل شول .
ملا ناصر په څو وروستيو کلونو کې  په هلمند ولايت کې دمرګانيو بريدونو  اصلي عامل بلل کيده .   ختم (_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته