امنیت

په غزني ولايت کې ديوه ښوونځي په ودانۍ هاوان ولګيد .

کابل باختر د ثور څلورمه :
دهاوان يوه ګولۍ نن سهار په غزني کې ديوه ښوونځي په ودانۍ ولګيده .
دغزني دپوهنې رياست مسوولان وايي چې ددغې پيښې  له امله داب  بند په ولسوالۍ کې دښوونځي پنځه تنه زده کوونکي ټپيان شول
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دغزني دپوهنې رياست ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وويل چې داب بند ولسوالۍ دچوري په کلي کې د طالبانو اوامنيتي منسوبانو ترمنځ په نښته کې  دعبدالله چوري دليسې په ودانۍ دهاوان يوه ګولۍ  ولګيده چې له امله يې ددغه ښوونځي پنځه تنه زده کوونکي ټپيان شول .
دغزني دوالي وياند محمد عارف نوري ددغه خبر په تاييدولو سره وايي  چې دهاوان دغه ګولۍ دطالبانو له خوا دعبدالله چوري پرليسې  لګيدلې ده .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته