ښوونه او روزنه

دجوزجان په پوهنتون کې د څو بنسټيزو پروژو د بسنټ ډبرې کيښودل شوې .

 کابل باختر د تلي دولسمه :
دجوزجان په پوهنتون کې د څو بنسټيزو پروژو د بنسټ ډبرې د جوزجان د والي مولوي لطف الله عزيزي له خواکېښودل شوې .
دجوزجان پوهنتون د رييس انجنير مسعود حقبين د څرګندونوله مخې دښځينه ليليې د ودانۍ په ګډون چې درې سوه درې اويا تنه محصلان پکې شپې  تېروي  د ښځينه ليليې د دوبي خانې ، د پوهنتون د انګر د سړک او د ښځينه جومات په ګډون دجوزجان  پوهنتون بنسټيزې پروژې د جي اي زيد او دنورو مرستندويو بنسټونو په همکارې  جوړېږي.
دغه راز دسلو تدريسي خونو د ودانۍ د بنسټ ډبره چې د هېواد د لوړو زده کړو وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د نوي مليونو افغانيو په لګښت جوړيږي پرون د جوزجان د والي له خوا د جوزجان پوهنتون  په ساحه کې کيښودل شوه .
د جوزجان والي مولوي لطف الله عزيزي د دغو پرووژ د پرانستلو او دغه راز دکار دپيل په مراسمو کې له همکارو موسسو څخه  دمننې په ترڅ کې   دجوزجان پوهنتون د رييس انجنير مسعود حقبين هڅې وستايلې او ويې ويل چې د ملي وحدت حکومت تل تحصيلي او تعليمي مرکزونو ته زياته پاملرنه کړې ده له دې امله  استادانو  او محصلانو په اوسنيو شرايطو او په راتلونکې کې زموږ معنوي پانګې دي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته