امنیت

دهېواد په ختيځ کې دشلوډار اچوونکو نېول کېدل .

-کابل باختر دچنګاښ ١٤ مه
شل ډار اچوونکي دهېواد په ختيځ کې دپوځيانو په عملياتو کې ونيول شول .
دغه ډار اچوونکي چې دطالبانو او داعشيانو په ډلې پورې اړوند دي په تېرو ٢٤ساعتو کې دلغمان ، کونړ ، نورستان او ننګرهار په ځينو سيمو کې نيول شوي دي .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي قومادان باختراژانس ته وويل چې له دغو کسانو څخه يوه اندازه جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
هغه وويل: دغه ډار اچوونکي په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې ونيول شول .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته