کابل/ د تلې ٣٠مه/باختر
نهه وسله وال طالبان تېره شپه په غزني کې د ډوډۍ له خوړولو وروسته ووژل شول.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري باختر آژانس ته وويل: دغه وسله وال طالبان د دغه ولايت د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتوکې د خپلې استوګنې په سيمه کې د زهرو په واسطه مسموم او وروسته مړه شول.
تراوسه د پېښې د څرنګوالي په اړوند زيات جزئيات نه دي ورکړل شوي.
پاى ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ