کابل/ باختر/ دوري د مياشتې ۲۰مه
د بلخ ولايت پوليسو يو تن په مزارشريف ښار کې د خره غوښې د پلورنې په تور ونيوه .
د کورنيو چارو وزارت د وياند د دفتر سرپرست نصرت رحيمي باختر آژانس ته وويل چې نيول شوي سړى کله چې غوښتل د خره غوښه په بازار کې وپلوري؛ د پوليسو له خوا ونيول شو .
ختم_ ج _ اکرم