امنیت

دغزني _ شرنې په لويه لاره کې عمليات دوام لري .

کابل باختر دکب څلورمه :
په داسې حال کې چې دغزني او پکتيکا دولايتونو په ځينو سيمو کې دډار اچوونکو پرخلاف عمليات دوام لري  پوځي مقاماتو دوسله والو طالبانو له شتون څخه دغزني _ ښرنې  دلويې لارې  په دواړو خوا  کې  دلسګونو کليو دپاکولو خبرورکوي .
دغه عمليات له اتو ورځو راپديخوا دکوماندو ، ملي پوليسو ملي امنيت اودملي اردو دسلګونو تنو ځواکونو په ګډون دهېواد دهوايي ځواکونو په ملاتړ پيل شوي دي او دوام لري .
ددغو عملياتو په بهير کې تراوسه پورې څه دپاسه  ٥٠ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي اوپه لسګونو تنه نور ټپيان شوي دي .
  دتندر دقول اردو يو جګپوړي قوماندان جنرال نسيم  سنګين دباختراژانس خبريال ته وويل چې پوځيانو تراوسه پورې دغزني _ ښرنې  ښار دلويې لارې  په دواړو خوا کې  دطالبانو له شتون څخه دلسګونو کليو په پاکولو بريالي شول .
ده زياته کړه چې د ډار اچوونکو پرخلاف په دغوعملياتو کې تراوسه پورې څه دپاسه   ٥٠ وسله وال طالبان ووژل شول او په لسګونو نور وسله وال طالبان هم ټپيان شول
په ټپيانو کې دطالبانو دډلې په لسګونو غړي هم شامل دي .
جنرال سنګين وايي چې پوځيانو دطالبانو له خوا دلويې لارې  ويجاړې شوي سيمې له سره ترميم کړي دي او دغه راز خپل پرمختګ ته دوام ورکوي .
  ختم_  شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته